آريانا افغان هوايي شرکت خبر ورکړی، چې د شاوخوا ۴.۷ ميليون ډالرو په ارزښت د یاد شرکت د دوو الوتکو انجنونه له ترکيې او صربستان هېوادونو څخه پېرل شوي او کابل ته راوړل شوي دي. د دغه شرکت د خبرپاڼې له مخې چې دا انجنونه به د آريانا د تخنيکي ټيم له لوري ژر تر ژره په Boeing-737 او Airbus-310 الوتکو کې نصب او فعال شي. سرچینې لیکلي چې د دغو انجنونو په فعاليت سره به د آريانا د الوتنو ظرفيت لوړ، تخنيکي ځنډ او خنډ به راکم او د کورنيو او نړيوالو الوتنو مهالوېش به لا پياوړی او منظم شي. بلخوا د آريانا افغان هوايي شرکت رییس، ملا بخت الرحمن شرافت ټينګار کړی، چې د الوتکو د تجهيزاتو پر وخت برابرول د مسافرينو د خوندیتوب، د الوتنو د منظم مهالوېش او د ملي هوايي ترانسپورټ په برخه کې د باوري خدماتو وړاندې کولو لپاره يو مهم ګام دی. د اریانا افغان هوایي شرکت همداراز لیکلي، چې دا انجنونه د تخنيکي او عملياتي بهير د پياوړتيا په لړ کې د ترکيې هېواد یوې چارتر کارګو الوتکې پر مټ کابل ته راوړل شوي دي.



