د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یو احتمالي امنیتي تړون وړاندیز کړی او ویلي یې دي چې دا ډول هوکړه کولی شي د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اړیکې سمې کړي. خلیلزاد پر اېکسپاڼه د پاکستان د پوځ ویاند شریف هغه څرګندونې ناسم تعبیر بللی چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون پرمهال د پاکستان اندېښنې هم په کې شاملې وې. د هغه په وینا د دوحې پرېکړه د امریکا او طالبانو ترمنځ ده او د کابل او اسلاماباد پر اړېکو تمرکز نه لري. خلیلزاد ویلي پاکستان او افغانستان کولای شي یوه جلا او د دوهاړخیز امنیت د ټینګېدو په موخه یو امنیتي تړون لاسلیک کړي، چې دا ډول هوکړه به دواړه لوري ژمن کړي،ترڅو هېڅ فرد یا ډله – د داعش او تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) په ګډون چاته اجازه ورنه کړي چې د دوی له خاورې د بل هېواد پر ضد امنیتي ګواښ رامنځته کړي. نوموړي همدارنګه ویلي، چې د درېیم لوري څارنه کولی شي د تړون د پلي کېدو ضمانت وکړي. خلیلزاد ویلي چې د طالبانو له مشرانو سره د خپلو وروستیو خبرو پر بنسټ باور لري، چې هغوی د داسې یو تړون د خبرو اترو لپاره چمتو دي. هغه دا وړاندیز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو لپاره «لوبه بدلوونکی» بللی. خلیلزاد پر اېکسپاڼه لیکلي چې«اوس توپ د پاکستان په میدان کې دی»او ټینګار یې وکړ چې راتلونکی پرمختګ د اسلاماباد پر چمتووالي پورې تړلی دی. د طالبانواو پاکستان ترمنځ اړیکې له څو پرلپسې نښتو وروسته، د بل هر وخت پرتله خوار نازک حالت ته سره رسېدلي. دا مهال د دواړو لورو ترمنځ سوداګري او ټرانزیټ بند شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ په پلي تګ را تګ هم بندیزونه لګېدلي دي.



