د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) اعلان کړی چې لا هم په افغانستان کې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی له ننګونو سره مخ دی. یاد سازمان راپور ورکړی، چې یوازې په ۲۰۲۵ م کال کې شاوخوا ۵۰۸ زرو او ۴۳۱ راستنېدونکو، بې ځایه شویو او زیانمنونکو کورنیو ته روغتیايي سلا مشورې ورکړل شوې دي. راپور کاږي، چې په دغه ملاتړ کې عمومي روغتیايي خدمات، رواني سلا مشورې او روانې ټولنیزې مرستې شاملې دي. د راپور له مخې، ۶۴ زره او ۹۴۷ ښځې له روغتیايي خدماتو برخمنې شوې او څه د پاسه ۹۱ زره ماشومان د خوارځواکۍ له اړخه لیدل شوي دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاته کړې چې څه باندې ۴۸ زرو کسانو رواني او ټولنیزې سلا مشورې ترلاسه کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۵ م کال کې څه باندې دوه میلیونه افغانان راستانه شوي او دغه بهیر په افغانستان کې د ژوند شرایط سخت کړي دي.



