دوشنبه, دسمبر 8, 2025
دوشنبه, دسمبر 8, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پزشکيان: اسلامي هېوادونه دې له اسرائیلو سره اړیکې پرې کړي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دوحې سرمشریزې ته له تلو وړاندې ویلي، دا ممکنه ده چې اسلامي هېوادونه له اسرائیلو سره خپلې اړیکې قطع کړي او تر ممکنه حده یووالی وساتي. هغه هیله څرګنده کړه چې اسلامي هېوادونه د اسرائیلو پر وړاندې متحد شي او وکولی شي د اسرائیلو اقدماتو پر ضد ګډ او یو موټي دریځ ته لاسرسی پیدا کړي. ایراني رسنیو نن دوشنبې راپور ورکړی، چې مسعود پزشکیان نن دوحې ته روان شو. هغه د اسرائیل پر کړنو نیوکه وکړه او وې ویل: «صهیونیستي رژیم غواړي د امریکا په بشپړ ملاتړ هر کار ترسره کړي. دغه وضعیت د سیمې امنیت او ثبات ګواښوي.» دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې دې وروستیو کې د قطر په شمول د سیمې په څو هېوادونو د اسرائیلي بریدونو د سیمې او نړۍ په سطحه نیوکې راپورته کړي. د عربي او اسلامي هېوادونو د مشرانو غونډه داسې مهال ترسره کېږي، چې په دوحې د اسرائیل له هوايي برید وروسته منځني ختیځ کې ننګونې اوج ته رسېدلي دي.

- Advertisment -spot_img