شنبه, نوومبر 8, 2025
شنبه, نوومبر 8, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

غزه کې د یوې کورنۍ د ۱۴ غړو په ګډون ۶۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی

د راپورونو له مخې، پر غزې د اسرائیلو د پرون ورځې هوايي بریدونو کې د یوې کورنۍ د ۱۴ غړو په ګډون ۶۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی. الجزيرې راپور ورکړی، چې په دغو بریدونو کې یوازې د غزې په ښار او کلابندې شمالي سیمه کې ۴۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. سرچینې لیکلي، اسرائيلي ځواکونه د درنو وسلو د ډزو ترڅنګ له ریموټ کنټرول او اور شيندونکو بمونو هم کار اخلي، چې په بې‌ځایه شوو خلکو کې د وېرې او وحشت رامنځته کېدو لامل شوي دي. په راپور کې راغلي، د غزې په التوم سیمه کې د یوه بل برید له امله د یوې کورنۍ ۱۴ غړو ژوند له لاسه ورکړی دی. د سرچینې د معلوماتو له مخې، د غزې ښار په درج سیمه کې هم یو ماشوم وژل شوی او څو نور کسان ټپیان شوي او د شمالي غزې په یوه سیمه کې یو ښوونځی په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی. راپور زیاتوي، په پرونيو بریدونو کې ټول ۶۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.

- Advertisment -spot_img