دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

بینټ: د افغان مېرمنو په اړه د طالبانو تګلاره باید بابېزه ونه ګڼل شي

د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینټ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت(یوناما) له هغې غوښتنې په کلکه ملاتړ کړی چې له طالبانو یې غوښتي وو چې پر ښځینه کارکوونکو بندیزونه او محدودیتونه لرې کړي. بېنټ پر خپله اکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو له لوري د ښځو د کارځایونو تړل او د اړتیا وړ ټولنو سره د هغوی د مرستې مخنیوی د دې ښکارندویي کوي چې، تر هغې چې طالبان خپله تګلاره بدله نه کړي باید عادي ونه ګڼل شي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ ( یوناما) تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې طالبانو د سپټمبر میاشتې په اوومه نېټه په کابل کې د دې سازمان ودانیو ته د ښځینه کارکوونکو او قراردایانو د تګ مخنیوی کړی دی. یوناما په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو ځواکونن د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ښځینه کار کوونکو د تګ مخنیوي د پلي کېدو په موخه په کابل، هرات او مزار شریف کې د ملګرو ملتونو د ودانیو په دروازو کې ولاړ دي. یوناما زیاته کړې« ملګر ملتونو همدارنګه راپورونه تر لاسه کړي چې امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې ښځینه کارکوونکې ساحوي ځایونو ته له سفر منع کړي چې، په دې ساحوي ځایونو کې په زلزله ځپلو سیموکې له ښځو او نجونو سره د مرستې او همدارنګه له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو د هرکلي په څېر عملیاتي مرکزونه شامل دي». یوناما په دې اعلامیه کې د طالبانو د دې اقدام په ځواب کې اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو ټولو ادارو او پروګرامونو کې خپلو کارکوونکو د خوندیتوب په موخه یې یو لړ لنډ مهال تعدیلات راوستي ترڅو د خپلو مهمو او اصولو چارو د دوام لپاره انتخاب پیدا کړي. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ پنجشنبه د سپتمبر ۱۱مه، د ملګرو ملتونو  کډوالو ادار (یو‌ان‌اېچ‌سي‌ار) یوه اعلامیه خپره کړه او اعلان یې وکړ، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یې د راستنېدونکو افغانانو په مرکزونو کې یې خپل فعالیتونه درولي دي.

- Advertisment -spot_img