- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

نګینه مهریار د جرمني سیمه‌ ییزې شورا ته بریالۍ شوه

افغان‌ الاصله ،نګینه مهریار، چې د افغانستان د پېژندل شویو سندرغاړو پرستو او رحیم مهریار لور ده، ،د سپتمبر په ۱۴مه، د جرمني په هانوفر کې د ښي اړخي اې اېف ډي ګوند له خوا په سیمه‌ ییزو ټاکنو کې بریالۍ شوې ده.

نګینه مهریار د هانوفر د کرشروډه، بېمروډه او وولفروډه سیمې د شورا په ټاکنو کې ۱٬۲۶۹ شخصي رایې ترلاسه کړې دي. د خپرو شویو پایلو له مخې، دا د اې اېف ډي د نوماندانو د شخصي رایو ۵۳.۸ سلنه جوړوي او مهریار سیمه‌ ییزې شورا ته لار موندلې ده.

په دې سیمه کې اې اېف ډي ۱۳.۱ سلنه رایې ترلاسه کړې او د شورا درې څوکۍ یې ګټلې دي. دغه ګوند د ۲۰۲۱م کال په ټاکنو کې په همدې سیمه کې ۴.۳ سلنه رایې او یوه څوکۍ ترلاسه کړې وه.

د اې اېف ډي هانوفر د انتخاباتي معلوماتو له مخې، نګینه مهریار د همدې سیمې د شورا لپاره د ګوند لومړۍ نومانده وه. هغې د هانوفر د ښار شورا ته هم ځان نوماند کړی و.

مهریار په هانوفر کې زېږېدلې او لویه شوې ده. د هغې مور پرستو او پلار رحیم مهریار د افغانستان پېژندل شوي سندرغاړي دي. رحیم مهریار په ۲۰۱۰م کال کې مړ شوی و.
د مهریار نوماندۍ له وړاندې په جرمني او د افغانانو ترمنځ بحثونه راپارولي وو، ځکه اې اېف ډي د کډوالۍ په اړه په سخت دریځ پېژندل کېږي.

مهریار د خپل سیاسي دریځ دفاع کړې او ویلي یې دي چې د هغو بهرنیانو له جرمني څخه د ایستلو ملاتړ کوي چې په دغه هېواد کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري. هغې د هغو افغانانو د ایستلو ملاتړ هم کړی چې په جرمونو محکوم شوي وي.

د ټاکنو له بریا وروسته مهریار ویلي چې ۱٬۲۶۹ شخصي رایې یې ترلاسه کړې او د اې اېف ډي د نوماندانو په منځ کې یې تر ټولو ډېرې شخصي رایې ګټلې دي.
د یوې افغان‌ الاصله ښځې له خوا د جرمني د ښي اړخي اې اېف ډي ګوند په استازیتوب ټاکنو ته درېدل او سیمه‌ ییزې شورا ته بریالۍ کېدل په جرمني او د افغانانو پر ټولنیزو رسنیو د بحث موضوع ګرځېدلې ده.

- Advertisment -spot_img