دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په جاپان کې د ناکامورا د ژوند د مستند فلم پراخ هرکلی شوی

په جاپان کې د ډاکتر تیڅو ناکامورا، چې افغانانو کاکا مراد باله، په اړه مستند فلم زرګونو کسانو لیدلی او لا یې هم ګوري. د جاپاني رسنیو د راپور له مخې، تر هغه مخکې چې ډاکټر تیڅو ناکامورا په افغانستان کې په ۲۰۱۹ کال کې په ۷۳ کلنۍ کې ووژل شي، هغه پریکړه کړې وه چې هغو سیمو ته به ځي چې بل څوک نه ورځي او د مرستې سخته اړتیا په کې وي. د هغه د ژوند او د افغانستان او پاکستان لپاره د هغه د بشردوستانه خدمتونو په اړه جوړ شوی مستند فلم «د wilderness په منځ کې د هیلې څراغ بلول» (Lighting a Beacon of Hope in the Wilderness) په جاپان کې د نندارچیانو بې‌ساری پام ځان ته اړولی دی. دغه فلم چې د خلکو په هڅو د ښاري غونډو او وړو نندارو له لارې خپور شوی، د ۲۰۲۲ کال په جولای کې له خپرېدو په راوروسته دریو کلونو کې تر ۱۵۰ زره کسانو زیات لیدلی. دا فلم د مستندو فلمونو په نړۍ کې نادر بلل کېږي. ګڼ شمېر لیدونکو نوې ټولنیزې پروژې پیل کړي ترڅو د ناکامورا میراث ژوندی پاتې کړي. فلم له جاپانه دباندې د هغه ۳۵ کلنو خدمتونو ته کتنه کوي. ناکامورا لومړی په پېښور کې په یوه روغتون کې دنده ترلاسه کړه چې هلته یې د جذام ناروغانو درملنه کوله، وروسته یې افغانستان ته خپل کار ولېږداوه. په ۲۰۰۰ کال کې، کله چې وچکالۍ د خلکو ژوند اخیست او ماشومان د لوږې ښکار شول، هغه په افغانستان کې د اوبو لګولو د یوې لویې اوبلارې (کانال) پروژه پيل کړه چې شاړو ځمکې یې پر شنو کروندو بدلولې. هماغه کال چې هغه ووژل شو، د افغانستان حکومت ورته د افتخاري تابعیت سند ورکړ. د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۴مه، هغه له خپل موټر چلوونکي او ساتونکو سره یو ځای د نامعلومو وسله‌والو په برید کې ووژل شو. فلم په جاپان کې د هنر په ځانګړو سینماګانو کې خپور شو او په ټول هېواد کې د خلکو په نوښت د نندارو پروګرامونه جوړ شول. که یو مستند فلم لس زره کسان وویني، «بریالی» بلل کېږي، خو د ناکامورا په اړه دغه فلم یوازې د درې کلونو په موده کې ۱۵۰ زره کسانو لیدلی دی. شاوخوا ۷۰ سلنه لیدونکي د همداسې خپلواکو غونډو ګډونوال وو. په ناګانو ولایت کې د اویشي سټو په مشرۍ په یوه غونډه کې ۱۳۰۰ کسانو برخه اخیستې وه.

- Advertisment -spot_img