شنبه, نوومبر 8, 2025
شنبه, نوومبر 8, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اوچا: افغانستان کې د زلزلې ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې(اوچا) د افغانستان په ختیځ کې له مرګونې او ویجاړوونکې زلزلې ۱۰ ورځې وروسته د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، که څه هم زلزله ځپأو سیمو کې د مړو شویو او ژوبلو شویو کسانو شمېر زیات شوی، خو زرګونه کسانو ته خوراکي توکي، پاکې اوبه، سرپناه او نور اړین توکي برابر شوي دي. اوچا ادارې د ملګرو ملتونو د نورو ادارو او د طالبانو د حکومت په همکارۍ د زلزله ځپلو سیمو د بشردوستانه اړتیاوو ارزونې له پيل خبر ورکړی او وايي، سلګونه کلي کتل شوي، خو سلګونه لا پاتې دي. په راپور کې زیاته شوې: « د ګډو بشردوستانه ارزونو راپورونه چې تر اوسه د کونړ ولایت په پنځو ولسوالیو(چپه دره، څوکۍ، پېچ دره، نورګل او وټه پور)، د ننګرهار ولایت په دوو ولسوالیو(دره نور او کوز کونړ) او د لغمان ولایت په علینګار ولسوالۍ له ۴۱۱ زلزله ځپلو کلیو څخه په ۷۱ کلیو کې بشپړې شوې دي، څرګندوي چې زلزلې ۷ زره ۱۴۷ کورنۍ( ۴۶ زره ۱۳۷ غړي) زیانمن کړي، ۵ زره ۹۵۰ کورونه ویجاړ شوي او ۱۱۹۵ نور کورونه زیانمن شوي دي.» د ملګرو ملتونو دغه اداره د طالبانو له خوا د رسمي اعلان شویو شمېر په پرتله د مرګ ژوبله کچه لوړه ښيي او وايي، د پاتې کلیو له ارزونې وروسته ښايي د مرګ ژوبلې کچه نوره هم لوړه شي. راپور په دې اړه زیاتوي: « په رسمي توګه د تایید شویو مړو او ژوبلو کسانو شمېر هم زیات شوی. تر اوسه ۲ زره ۱۶۴ تنه وژل شوي چې ډلې یې ۱۰۲۵ تنې ښځې، ۱۱۳۹تنه نارینه؛ ۳ زره ۴۲۸ تنه ژوبل شوي چې له ډلې یې ۱۸۷۵ تنه ښځې او ۱۵۵۳ تنه نارینه دي. اټکل کېږي چې په څلورو نورو کلیو کې د ارزونې ترسره کېدو سره به دغه شمېر نور هم لوړ شي.» د اوچا په راپور کې زلزله ځپلو ولسونو ته د لنډمهاله پنډغالو د جوړېدو خبره شوې او زیاتوي چې د روانې ډسمبر میاشتې تر ۸ مې نېټې اټکل کېږي چې ۲ زره ۶۲۰ بېځایه شوې کورنۍ په پټان ډاګ، ژېړي بابا او خاص کونړ کې جوړو شویو لنډمهاله پنډغالو یا کمپونونو ته لېږدول شوې دي. همدارنګه په نورګل او څوکۍ ولسوالیو کې څو نور کمپونه هم د جوړېدو په حال کې دي.

- Advertisment -spot_img