دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په ننګرهار کې یو کس خپل ورور او وراره وژلي

په ننګرهار کې ځايي طالب چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یو سړي خپل ورور او وراره وژلي دي. په ننګرهار کې د طالبانو مطبوعاتي دفتر ویلي چې دا پېښه چهارشنبه د وږي پر ۱۹مه د روداتو ولسوالۍ په غلجیانو کلي کې شوې ده. د نوموړي دفتر په خبره، مظنون کس له سیمې تښتېدلی دی. د طالبانو په خبره، دا کسان د ځمکې د قضیې د حل لپاره محکمې ته احضار شوي وو، خو پېښه محکمې ته له تګ وړاندې رامنځته شوې ده. له دې وړاندې هم په ځينو سیمو کې ورته پېښې شوې دي. شاوخوا یوه میاشت مخکې په نورستان کې د ځمکې پر سر شخړه کې دوه تنه وژل شوي وو.

- Advertisment -spot_img