پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سباستین لوکورنو د فرانسې نوی لومړی وزیر ټاکل شوی

د فرانسې ولسمشر، ایمانویل مکرون پرون د یاد هېواد د دفاع پخوانی وزیر «سباستین لوکورنو» د فرانسې د نوي لومړي وزیر په توګه ټاکلی دی. د فرانسوي رسنیو د راپورونو له مخې، دا پریکړه وروسته له هغه شوې چې پخوانی لومړی وزیر فرانسوا بایرو په پارلمان کې د نه باور رایې وروسته استعفا ته اړ شو. لومونډ راپور ورکړی، چې مکرون له لوکورنو څخه غوښتي چې د نوي کابینې جوړولو ترمخه د مختلفو پارلماني ګوندونو سره مشوره وکړي ترڅو د ۲۰۲۶ کال د بودیجې او نورو مهمو پریکړو د پرمختګ لپاره یوې موافقې ته ورسېږي. ۳۹ کلن سیباستین لوکورنو له ۲۰۱۷ کال راهیسې د ایمانویل مکرون په حکومت کې په مختلفو دورو کې دنده ترسره کړې ده. هغه د ولسمشر وفادار شخصیت په توګه بیان شوی او محافظه کاره سابقه لري. د پولیټیکو د تحلیل له مخې، دا ګمارنه په داسې وخت کې کیږي چې فرانسه له ژور سیاسي بحران سره مخ ده. لوکورنو پنځم لومړی وزیر دی چې له دوو کلونو څخه په کم وخت کې ټاکل کېږي.

- Advertisment -spot_img