سه شنبه, دسمبر 9, 2025
سه شنبه, دسمبر 9, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کانګو کې ۵۰ ملکي وګړي وژل شوي

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د کانګو په ختیځ ډیموکراټیک جمهوریت کې له داعش سره تړلو یاغیانو لخوا د جنازې په مراسمو کې د وسله‌وال برید کړی، چې په پایله کې یې څه باندې ۵۰ ملکي وګړي وژل شوي دي. د رویټرز په وینا، دا برید تېره شپه د کانګو د شمالي کیوو ولایت په نیتو ښار کې وشوه او دا برید په دې وروستیو کې په دې کړکیچن سیمه کې یو له خونړیو پېښو څخه و. نړیوالو رسنیو د سیمه‌ییزو سرچینو او عیني شاهدانو په حواله راپور ورکړی، چې د اسلامي دولت(داعش) سره تړلي متحد ډیموکراټیک ځواکونو (ADF) ډلې بریدګرو د جنازې په ګډونوالو د لویو چاقوګانو سره برید وکړ. د نیتو سیمه‌ییز مدیر مکایر سیویکوونولا د مرګ‌ژوبلې لنډمهاله شمېره ۵۰ تنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې “د جنازې په جریان کې د شپې په ۹ بجو برید وشو او د ورکو شویو جسدونو د موندلو هڅې روانې دي.” د سیمې لپاره د پوځي ریس الین کیووا د مرګ‌ژوبلې لنډمهاله شمېره ۶۰ تنه ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې ډېری یې د لویو تیغونو سره برید شوي او وژل شوي دي. هغه دا خبرداری هم ورکړی، چې د مړو شمېره کېدای شي لوړه شي، ځکه چې ځینې خلک لا هم ورک دي. دا ملېشه ډله چې د وحشیانه قتل عام لپاره تورنه شوې، د کانګو په ختیځه سیمه کې د ځمکې او سرچینو په سر د څو نورو له وسله‌والو ډلو څخه یوه ده، کوم چې د خپلو معدني زېرمو لپاره نورو سره جګړه کې ده.

- Advertisment -spot_img