یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امریکا سترې محکمې د ټرمپ د کډوالۍ ضد پرېکړې ملاتړ کړی

د امریکا سترې محکمې د ولسمشر ټرمپ د حکومت هغه پرېکړه تایید کړه چې له مخې یې د کالیفورنیا په سویلي برخو کې د کډوالو د نیولو پراخ عملیات ترسره کېږي. د محکمې محافظه کارو غړو ویلي، امنیتي ځواکونه کولای شي یوازې د خلکو د رنګ، ژبې یا لهجې پر بنسټ هم له هغوی پوښتنې وکړي او ویې نیسي. د کالیفورنیا والي، ګېوېن نیوسم دغه اقدام د “نسلي وېرې د لړۍ” پیل بللی او د سترې محکمې درې لیبراله قاضیانو په مخالفت کې ویلي چې د امریکا اساسي حقونه تر پښو لاندې شوي دي. د لاتیني امریکايانو په ګډون د افغانستان، پاکستان او نورو هېوادونو زرګونه کډوال چې کالیفورنیا کې ژوند کوي، اوس په ځانګړي ډول دې پرېکړې له زیات خطر سره مخ کړي دي. دغې پرېکړې د ډیموکراټانو او د مدني حقونو ډلو سخت غبرګونونه راپارولي. د کډوالۍ وکیلان هم وايي، افغان کډوال چې ډېری یې یا د وتلو په پروسه کې دي او یا د سیاسي پناه غوښتونکي دي، ښايي د “ظاهري بڼې او لهجې” له امله ودرول شي، حتی که قانوني هم دي. د امریکا د کډوالو د ملاتړ ډلې ټینګار کوي، چې دغه ډول نیونې د ټولنو پر ژوند بد اغېز کوي، د وېرې فضا خپروي او د هغو افغانانو ورځنی ژوند ګډوډوي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې د امریکا په لویو ښارونو کې پناه اخیستې ده.

- Advertisment -spot_img