جمعه, نوومبر 14, 2025
جمعه, نوومبر 14, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اروپايي ټولنه کې د پناه لپاره غوښتنې ۲۳ سلنه کمې شوي

د روان ۲۰۲۵ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په اروپایي ټولنه کې د پناه غوښتنلیکونو شمېر د پام وړ کم شوی دی. د «اروپایي ټولنې د پناه غوښتونکو ادارې» وروستی راپور، چې د وږي په ۱۷مه خپور شوی، ښيي چې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د پناه غوښتنو شمېر د تېر کال د همدې مودې پرتله ۲۳ سلنه لږ شوی دی. د شمېرو له مخې، په ۲۷ غړیو هېوادونو او همدا راز سویس او ناروې کې ټولټال ۳۹۹ زره غوښتنلیکونه ثبت شوي دي. دا شمېر د ۲۰۲۴ م کال په پرتله شاوخوا ۱۱۴ زره کموالی ښيي.

- Advertisment -spot_img