یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اروپایي ټولنه د افغان ښځو د ملاتړ لپاره ۱۴ میلیونه یورو نوې مرسته کوي

اروپایي ټولنې، نن د سپټمبر ۸مه، اعلان کړی، چې د افغانستان خلکو د ملاتړ لپاره به ۱۴ میلیونه یورو نوره مرسته کوي. دا مرسته به د ملګرو ملتونو له ادارو سره په ګډه د افغانستان د ټولنیز ثبات پروګرام (ACRP) د پیاوړتیا لپاره ولګول شي. دغه پروګرام اوس د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان، او د کډوالو نړیوال سازمان ترڅنګ،د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې لخوا هم عملي کېږي. همدارنګه د اروپایي ټولنې او د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ملګرتیا به نوره هم ټینګه شي. اروپایي ټولنې په دې پروګرام کې تازه ۶ میلیونه یورو زیات کړل، چې په دې سره یې ټول ملاتړ ۲۱ میلیونه یورو ته ورسېد. دا مرسته په داسې وخت کې کېږي، چې افغانستان له څو اړخیزو بحرانونو سره مخ دی، وچکالي او سېلابونه، د اګست ۳۱مې زلزله، او د ایران او پاکستان څخه د ۱.۷ میلیونه افغانانو ستنېدل چې ډېری یې په زور شړل شوي دي. د اروپایي ټولنې د شارژدافېرې وېرونیکا بوسکوویچ پوهار وویل:« دا مرسته په داسې وخت کې کېږي، چې افغان ټولنې د اقلیمي ننګونو او د طبیعي سرچینو د خرابېدو له سخت وضعیت سره مخ دي. اقلیمي بدلون د بې ځایه کېدو له لویو لاملونو څخه دی. اروپایي ټولنه نه یوازې د بدیلو معیشتونو په برخه کې له بزګرانو سره مرسته کوي، بلکې د نشه يي توکو پر ضد د هڅو ملاتړ هم کوي.» یاد پروګرام په ۲۰۲۴ کال کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP)، د خوړو او کرنې سازمان (FAO) او د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) لخوا په ګډه پیل شوی و. د دې پروګرام هدف دا دی، چې خلک د اقلیمي ستونزو پر وړاندې قوي کړي او بزګرانو ته د کوکنارو پر ځای د نورو کرنیزو محصولاتو د کرلو زمینه برابره کړي، په ځانګړي ډول په هلمند او کندهار کې. د نوې مرستې دا پروګرام د درېیم کال لپاره وغځول شو او فعالیتونه یې بادغیس ته هم ورسېدل. د UNDP د استازي سټیفن رودریګس په وینا:« د اروپایي ټولنې مرسته یوازې مالي پانګونه نه ده، بلکې د ملګرو ملتونو له سیسټم سره د ګډې همکارۍ یو پیاوړی پیغام هم دی. دا ښيي چې موږ له افغانانو سره د مقاومت زیاتولو، د ناقانونه اقتصاد د کمولو او د اقلیمي بدلون له ننګونو سره د مبارزې لپاره اوږه په اوږه ولاړ یو.»

- Advertisment -spot_img