د ځمکې سیوری به نن شپه (یکشبنې- دوشنبې ) د سپوږمۍ مخ ځکه ونیسي چې ځمکه د لمر او سپوږمۍ ترمینځ واقع کیږي. ټول خسوف یا د سپوږمي نیونه به یو ساعت او ۲۲ دقیقې دوام وکړي. دغه بشپړ خسوف به له سعودي عربستان نیولې تر فیلیپین ، له شمالي قطب تر انترکتیکا پورې او د ختیځې افریقا او لویدېځې استرالیا په ځینو برخو کې ولیدل شي. دافریقا او استرالیا په نورو برخو او اروپا کې به کم خسوف ولیدل شي. د برازیل په سواحلو او الاسکا کې به هم د خسوف څه بڼې ولیدل شي. په تیرې مارچ میاشت کې بشپړ خو لنډمهالی خسوف د امریکا په لویه وچه کې ولیدل شو.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)