د پاکستان د پنجاب ایالت د طبیعي پېښو پر وړاندي د مبارزې ملي اداره وايي، د دغه ایالت په ملتان سیمه کې د ژغورونکې ډلې هغه پنځه تنه وژل شوي چې، غوښتل یې نور کسان وژغوري. یادي ادارې نن یک شنبه په یوه بیان کې ویلي چې، د ژغورونکو تنو یاده عمله په سیند کې د کښتۍ ډوبېدو پر مهال مړه شوي او د یادي پېښې د رامنځته کېدلو لامل د اوبو د څپې تېزوالی یاد شوی دی. دا ژغورونکي کسان داسې مهال مړه شوي چې، په دې وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې مرګوني سېلابونه راوتلي. دغو سېلابونو تر دوه میلیونه زیات کسان د کورونو پرېښودلو ته اړ کړي او شاوخوا ۴ زره۱۰۰ کلي یې زیانمن کړي دي. دغو سېلابونو سلګونه کسان هم مړه کړې دي.



