د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) نن د اګست ۳۱مه په خپله اکس پاڼه لیکلي چې د آسیایي پرمختیایي بانک په مالي ملاتړ یې په افغانستان کې شاوخوا ۶۶ زره کورنیو ته نغدي مرسته پیل کړې ده. دغه مرسته په ځانګړي ډول هغو کورنیو ته ورکول کېږي چې د دوو کلونو څخه کم عمره ماشومان لري او یا میندې یې امېدواره او یا شیدې ورکوونکې دي. د راپور له مخې، هرې کورنۍ ته د هرو درې میاشتو په اوږدو کې د ۶۰ امریکايي ډالروپه معادل نغدي مرسته کېږي، څو د خوراکي توکو او لومړنیو اړتیاوو پوره کولو کې ورسره مرسته وشي. په زابل ولایت کې یوې مور، عزت بي بي، چې له دې پروګرام څخه یې مرسته ترلاسه کړې، ویلي چې په دغو پیسو به خپلو ماشومانو ته خوراکي توکي واخلي. یونیسف ټینګار کړی چې د دې پروګرام هدف د ماشومانو د خوارځواکۍ د کمېدل دي، ځکه په افغانستان کې لا هم د ماشومانو او میندو د تغذیې او روغتیا وضعیت د نړیوالو په کچه له جدي ستونزو سره مخ دی.



