یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

له عراق څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوه

پټو باوري سرچینو العربیه رسنۍ ته ویلي، امریکايي ځواکونه له عراق څخه د اېستلو لړۍ پيل کړې او دغه لړۍ به لومړی له پلازمېنې بغداد پیل شي. دغې سرچینې ارقامو ته اشاره نه ده کړې خو ویلي دي، چې واشنګټن د یوې پرېکړې له مخې دا چاره پیل کړې او لومړی به هغه مرکزونه تخلیه شي چې دوی یې تر نورو امنیټ ټینګ نیولی. هاخوا بغداد کې د امریکا سفارت ویلي، له عراق د امریکايي ځواکونو «بشپړ» وتل ردوو. عراقي چارواکو هم یادې سرچینې ته ویلي، دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو د ماموریت پای د یوې ګډې هوکړې له مخې شوی. د عراق لومړي وزیر سلاکار حسین علاوي هلته د ترهګرو ډلو شتون ته په اشارې دا هم ویلي، چې عراقي ځواکونه د وسله والو ډلو د ځپلو توان لري. عراق کې دا مهال ۲۵۰۰ امریکايي ځواکونو پاتې دي خو د وتلو لپاره یې له یوه کال راهیسې خبرې اترې روانې وې.

- Advertisment -spot_img