دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ننګرهار کې سېلابونو ځاني او مالي زيانونه پېښ کړي

د ننګرهار ځايي چارواکو خبر ورکړی، چې د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د اورښت او سېلابونو له امله پنځه تنه مړه او اته نور ټپیان شوي دي. د مسئولینو پر وینا دا سېلابونه د یاد ولایت په روداتو، هسکې مېنې او چپرهار ولسوالیو کې راوتلي او پر ځاني مرګ‌ژوبلې سربېره یې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه کړې ده. ننګرهار کې طالب چارواکو ویلي چې دغو سېلابونو لویې لارې او یو شمېر سربندونه هم له منځه وړي، چې دقیق ارقام به یې وروسته په ډاګه شي. دغه ولايت کې تر دې مخکې هم د خونړیو سېلابونو له امله لسګونو هېوادوالو ته مرګ‌‌ژوبله اوښتې ده. دا په داسې حال کې ده چې له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د هېواد ختیځ ولایتونه د سختو ورښتونو له امله خونړیو سېلابونو ځپلي دي. د ویلو ده چې د افغانستان په ګډون د نړۍ تر لسو هېوادونه د اقلیمي بدلون له سخت ګواښ سره مخ دي. د اقلیمي بدلون سترې پایلې وچکالي، بې‌وخته ورښتونه، خونړي سېلابونه او ځمک لړزې بلل کېږي. بلخوا سږ کال د هېواد ډېرې سیمې د سختې وچکالۍ څپې ځپلي او تر ځمکې لاندې اوبو کچه ټیټه شوې ده.

- Advertisment -spot_img