د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان په یوه نوي راپور کې ویلي، چې د طالبانو له لوري د نجونو پر منځنيو زده کړو له بندیز سره سره، د افغانانو مطلق اکثریت د نجونو د زده کړو له حقه ملاتړ کوي. د دې راپور له مخې، له دوه زرو څخه د زیاتو افغانانو کور په کور سروې کې ۹۲ سلنه ځواب ورکوونکو ویلي، چې د نجونو د زده کړو دوام «مهم» دی. په دې سروې کې، په کلیوالي او ښاري سیمو کې د نجونو د زده کړو ملاتړ په پراخه کچه لیدل شوی دی. په کلیو کې ۸۷ سلنه نارینه وو او ۹۵ سلنه ښځو د نجونو د زده کړو ملاتړ کړی او په ښارونو کې دا شمېره د ښځو او نارینه دواړو لپاره ۹۵ سلنه وه. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان ځانګړې استازې ویلي سوزان فرګوسن: «دا لومړی هغه څه چې نجونې یې موږ ته وایي، دا دي چې د زده کړو لپاره تږې دي او یوازې د زدهکړې فرصت غواړي.» په راپور کې دغه راز راغلي، چې د طالبانو له لوري په نا دولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز د ښځو پر ورځني ژوند سخت اغېز کړی دی. د ۲۰۲۵ کال په جولای او اګست میاشتو کې د ترسره شوې ټلیفوني سروې له مخې، ۹۷ سلنه ښځو ویلي، چې دغه بندیز د دوی پر ژوند ناوړه اغېز کړی دی. د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان زیاته کړې، چې له نیمایي زیاتو مرستندویه موسسو ویلي، چې دغه محدودیت ښځو او نجونو ته د اړینو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د دوی وړتیا کمه کړې ده. د دغه راپور د موندنو له مخې، درې پر څلورمه برخه ښځو خپل رواني حالت «بد» یا «ډېر بد» بللی، او یوازې ۴۱ سلنه ښځې توانېدلې، چې په ورځ کې یو ځل له کوره بهر ووځي، په داسې حال کې چې دا شمېره د نارینهو لپاره ۸۸ سلنه ده. دا راپور ټینګار کړی، چې پر ښځو د طالبانو له لګول شویو محدودیتونو سره سره، ۴۰ سلنه افغانې ښځې لا هم داسې راتلونکي تصور کوي، چې په هغه کې بدلون او برابري شونې ده.



