پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

خوست کې یو ځوان د موږکانو زهر خوړلي

د خوست ځایي سرچینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې یو ځوان د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله د موږکانو زهر خوړلي او اوس په روغتون کې په سخت حالت کې بستر دی. د خوست د ملکي روغتون یوې سرچینې ویلي چې دغه ځوان په لاره کې زهر خوړلي وو او د شپې په بې‌هوشۍ کې خلکو موندلی او ژر تر ژره روغتون ته انتقال شوی دی. د ډاکټرانو پر وینا، د زهر اغېز د هغه د معدې او د بدن نورو برخو ته رسېدلی او ښایي یوازې تر یوې میاشتې پورې ژوندی پاتې شي. سرچینې زیاتوي چې د نوموړي ځوان د کورنۍ اقتصادي ستونزو له امله د تداوۍ لګښت برابر نه شو او د هغه مور په بې وسۍ یوه اوبل زوی سره د مرستې لپاره په موبایل اړیکه نیوله. تر اوسه نه ده څرګنده شوې، چې یاد ځوان د خوست د کومې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، خو سرچینې وایي چې هغه په ښار کې په یوه کرايي کور کې ژوند کاوه. د یادونې ده چې په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعیت، بېکارۍ او بې‌وسۍ له امله د ځان وژنې، غلاوو او ماشوم‌تښتونې پېښې مخ په زیاتېدو دي، خو طالبان د دغو قضیو په تړاو معلومات له رسنیو سره نه شریکوي.

- Advertisment -spot_img