دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اندونیزیا پارلمان کې اورلګېدنه رامنځته شوې

د اندونیزیا د سویلي سولاوسی ولایت په مرکز «مکاسار» د پارلمان ودانۍ کې د اور لګېدو له امله درې تنه مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي. د اندونیزیا د سویلي سولاوسی ولایت کې تېره شپه د قهرجنو لاریون‌والو د اور لګېدو له امله درې کسان مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي. د فرانسې خبري اژانس نن شنبه د مکاسار ښار شورا منشي رحمت ماپاتوبا په حواله راپور ورکړی، چې دوه کسان په سیمه او یو په روغتون کې مړه شوي دي. د مکاسار ښار شورا منشي لاریون کوونکي تورن کړي، چې ودانۍ ته د اور اچولو لپاره یې پر دفتر برید کړی دی. دې لاریونو له هغې وروسته زور واخیست چې د یو تن لاریون کوونکی د پولیسو په موټر تر وهل‌کېدو وروسته وژل شوی، د دغه قرباني کورنۍ له حکومته د انصاف غوښتنه کړې او لاریونونو لا پسې زور اخیستی دی. باید وویل شي چې د اندونیزیا په لویو ښارونو کې، د پلازمینې جاکارتا په ګډون، د حکومتي چارواکو لپاره د امتیازاتو د زیاتوالي په اړه لاریونونه شوي، دوی وایي کار نشته او د حکومتي چارواکي د یوه کارکوونکي د معاش څو برابره پیسې د خپلې کورنۍ مصارفو ته ځانګړې کوي، په داسې حال کې چې بېکاري ورځ تر بلې زیاته شوې ده.

    - Advertisment -spot_img