دوشنبه, دسمبر 8, 2025
دوشنبه, دسمبر 8, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امریکا کې پر ښوونځي وسله وال برید شوی

په امریکا کې، د مینیسوټا ایالت چارواکو ویلي چې یو وسله وال کس د مینیاپولیس په یوه کاتولیک ښوونځي کې پر زده کوونکو ډزې وکړې، چې لږترلږه دوه یې ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل. بریدګر، د توپک او تفنګچې په کارولو سره، د کلیسا له کړکیو لسګونه مرمۍ واورولې. چارواکو ویلي چې بریدګر وروسته تر حملې د کلیسا د ودانۍ شاته ځان وواژه. “دا د بې ګناه ماشومانو او نورو کسانو پر وړاندې چې عبادت یې کاوه د تاوتریخوالي قصدي عمل و. له کوچنیانو په ډکه کلیسا کې ډزې د ظلم او ډارن عمل دی.” د مینیاپولیس د پولیسو مشر برایان اوهارا خبریالانو ته وویل: ځایي تلویزیون میندې او پلرونه وښودل چې د پولیسو تر ژړه فیته تیریږي او زده کوونکي له ښوونځي دباندي باسي. چارواکو ویلي چې بریدګر تور کالي اغوستي وو. د شل کلنۍ په عمر و او هیڅ جرمي ریکارډ یې نه درلود. پولیسو د حمله کوونکي نوم نه دی خپور کړی او ویلي یې دي چې دوی هڅه کوي د قاتل انګېزه معلومه کړي. د مینیسوټا د ماشومانو روغتون ویلي چې شپږ ماشومان د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.

- Advertisment -spot_img