د طالبانو تر رژیم لاندې افغان مېرمنې او نجونې له سختو محدودیتونو، له زدهکړو محرومیت او امنیتي ګواښونو سره مخ دي او ډېری یې یوازې د هېواد پرېښودو هیله لري. د فرانسې نړیوالې راډیو (RFI) راپور ورکړی چې په فرانسه کې د افغان مېرمنو سازمان بنسټګره شیلا نوري د ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په لومړي ځل توانېدلې ټول افغانستان ته سفر وکړي. نوموړې په دې سفر کې له ۱۵ ولایتونو لیدنه کړې او له مېرمنو، نجونو او نارینهوو سره یې د هغوی د بشري او رواني وضعیت په اړه خبرې اترې کړې دي. د نوري پر وینا، نجونې له ۱۳ کلنۍ څخه د زدهکړو له دوامه محرومې شوې دي او ډېری مېرمنې او نجونې په سخت رواني حالت کې دي. دغه راز، د مېرمنو لپاره د کار، تفریحي مرکزونو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ډېر محدود شوی دی. هغې ټینګار کړی چې ماشومان هم تر فشار لاندې دي او ډېری یې اړ دي چې له کورنۍ د مرستې لپاره د واټونو پرغاړه کار وکړي. نوري زیاته کړې، چې د هېواد پرېښودو هڅې له جدي ستونزو سره مخ دي؛ د پاسپورټ او ویزې ترلاسه کول ستونزمن او سخت دي. بلخوا، ډېری افغانان هیلهمن دي چې نړیواله ټولنه پر طالبانو فشار زیات کړي څو شته محدودیتونه لېرې شي او مېرمنې وکړای شي تحصیل او کار وکړي.



