پنجشنبه, جنوري 15, 2026
پنجشنبه, جنوري 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

بلخ کې د کرېکټ انټرکلب سیالۍ پای ته ورسېدې

بلخ ولایت کې د کرېکټ انټرکلب سیالۍ چې شاوخوا یوه میاشت مخکې د ۱۲ لوبډلو په ګډون د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې پیل شوې وې، د «داوود غني» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. بلخ کې د طالبانو د کرکټ بورډ امر محمدالله ثابت ویلي، چې دغه پنځوس اوریزې سیالۍ یوه میاشت مخکې د ۱۲ ټیمونو په ګډون پیل شوې وې، چې هرې لوبډلې پنځه لوبې وکړې. هغه زیاته کړه چې د دغو سیالیو وروستۍ لوبه د «بلخ اکاډمي» او «داوود غني» لوبډلو ترمنځ وشوه چې بلخ اکاډمۍ خپل سیال ټيم ته یې ۲۰۳ منډې هدف وټاکه او د داوود غني له لوبډلې محمدحسن له ټولو ډېرې (۱۰۷) منډې جوړې کړې او تر وروستیو پر سټرایک پاتې شو او حیات‌الله خانخېل د ۶۴ تېزو منډو په جوړولو سره سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې خپله کړه. هغه زیاته کړې، چې مزاري لوبډلې غړي عمران مزاري په ټولو (پنځو) لوبو کې د ۴۵۴ منډو په جوړولو د غورې توپ‌وهونکي، د قهرمان ټیم غړي شفیع‌الله د ۱۷ ویکټو په اخیستو د غوره توپ‌اچوونکي مقام ترلاسه کړ.

- Advertisment -spot_img