پنجشنبه, جنوري 15, 2026
پنجشنبه, جنوري 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

خوست کې د وژنو او غلاوو زیاتوالي کچه لوړه شوې

د خوست ځايي سرچینو خبر ورکړی، چې د طالبانو د پخواني والي او د حقاني شبکې د غړي محمد نبي عمري وراره، د توپانچې په ډزو کې د عرفان الله په نوم یو تنکی ځوان وژل شوی دی. د سرچینو پر وینا، پېښه د خوست امنیه قوماندانۍ ته څېرمه، د ببرک خان پارک مخې ته رامنځته شوې ده. ویل کېږي چې د عمري وراره له توپانچې مرمۍ وتلې او پر همدې مهال د ښار اوسېدونکی ځوان عرفان‌الله پرې لګېدلی دی. عیني شاهدان زیاتوي، وژل شوی هلک د پېښې پر مهال له خپل مشر ورور سره په ښار کې سودا اخیسته. هغه د ښار په یوې مطبعې کې کار کاوه او د خپلې کورنۍ د لګښتونو لپاره یې څه نا څه عاید هم ګټلو. سرچینې زیاتوي، چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته طالبان د مقتول کورنۍ ته ورغلي او د شاوخوا دوه لکه افغانیو په ورکړې سره یې د محمد نبي عمري وراره بښلی دی. د یاد شوي کس په وینا، ډزې “په سهوه” شوې دي. د سرچينې په ټکو، مرمۍ له مخکې په توپانچې کې تېره شوې وه، چې عرفان‌الله پرې ولګېده او د ژور ټپ له امله یې د روغتون په لاره کې ساه ورکړه. په خوست ولایت کې وروستیو ناامنیو او بې‌مسئولیته وسلو ګرځولو خلک اندېښمن کړي دي، هغوی وايي، د نامعلومو وژنو او غلاوو زیاتوالی د ښار امنیتي وضعیت له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

- Advertisment -spot_img