دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کاپیسا کې د نښتې له امله څلور تنه وژل شوي

د کاپیسا ځايي مسئولینو ويلي، د یاد ولایت په «تګاب» ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د نښتې له امله څلور کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی.  د دغه ولایت د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند، عبدالفتاح فایز رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه پرون چهارشنبې د دوو کورنیو ترمنځ شوې او یوه ښځه په کې ټپي شوې ده. مسئولینو د دې پېښې په تړاو د دوو کسانو د نیولو خبر هم ورکړی او څېړنې يې ترې پیل کړې دي. له دې مخکې په ننګرهار کې د ناپېژانده کسانو لخوا د یو سړي د کورنۍ پنځه غړي په خورا بې‌رحمۍ وژل شوي وو. ننګرهار کې سرچینو ویلي چې دا کس په جرمني کې و او په داسې حال کې راستون شوی چې د کورنۍ غړي یې په خورا بې‌حمۍ ورته وژل شوي دي.  بلخوا مسئولینو ویلي چې د دې دواړو پېښو په تړاو څېړنې پیل شوې او عاملین به یې ژر تر ژره ونیول شي.  له دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ورته نښتو له امله لسګونو هېوادوالو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

- Advertisment -spot_img