یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پوتین له زېلینسکي سره د لیدنې له چمتووالي خبر ورکړی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل امریکایي سیال ډونالډ ټرامپ سره په ټیلیفوني اړیکه کې ویلي، چې چمتو دی د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي سره وګوري. اسوشیټډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې دا موضوع د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ د ټیلیفوني خبرو پر مهال مطرح شوې ده. د دې ټیلیفوني اړیکې او د پوتین او زېلینسکي ترمنځ د لیدنې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې ټرامپ او پوتین په الاسکا کې ګډه لیدنه کړې وه؛ رسنیو دغه لیدنه بې‌پایله بللې، خو سپینې ماڼۍ بیا له لاسته راوړنو ډکه ګڼلې ده.

- Advertisment -spot_img