شنبه, نوومبر 8, 2025
شنبه, نوومبر 8, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د غزې په نسل وژنه د ملګرو ملتونو تُند غبرګون

فلسطین کې د ملګرو ملتونو بشري حقونو عالي کمیشنرې فرانسیسکا البانیز وايي، نړۍ په غزه کې د خبریالانو، روغتیاپالانو او ملکي وګړو په خوندیتوب کې پاتې راغلې. البانیز له الجزیرې ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي، د اسرائیلو هغه پخوانی بیان نور نړۍ ته د منلو نه دی، چې وايي، ټول فلسطینیان ترهګر دي. البانیز صهیونیست پوځیان بې شرمه بللي او ویلي یې دي، دوی خبریالان وژني او بیا وايي، له حماس سره یې تړاو درلود. هغې روان وحشت ته په اشارې ویلي، اسرائیلي ځواکونه په بې رحمۍ سره خپلې وسلې په ملکي وګړو چلوي په ځانګړې توګه په هغو کسانو چې ښځې او ماشومان دي. د ملګرو ملتونو له لوري د اسرائیلو پر روان وحشت وروسته له هغې نیوکې وشوې چې پرون غزه کې د الجزیرې ټلوېزیون پنځه خبریالان په هوایي برید کې ووژل شول.

- Advertisment -spot_img