له میاشتو راهیسې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د غزې په ملاتړ د لاریونونو څپې لیدل شوې او خلک فلسطین کې د روان وحشت پر مخنیوي ټینګار کوي. اروپا کې د فلسطین په اړه د معلوماتو مرکز (EPAL) ويلي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې ۲۰ اروپايي هېوادونو د فلسطین روان وضعیت په اړه ۳۵ زره ځلې واړه او لوی لاریونونه شوي. په داسې حال کې چې پر غزې د روانې جګړې شاوخوا ۲۳ میاشتې ووتې او له ۲۰۰ زرو زیات فلسطینيان په کې ووژل شول،خو د غزې په ملاتړ په ځینو عربي هېوادونو په واټونو کې غبرګون نه دی ښودل شوی، چې دغه چوپتيا ګڼې پوښتنې را ولاړې کړې دي. کارپوهان دغه چاره سیاسي، امنیتي او سیمهییز لامل بولي، څو د ولسي ملاتړ هر ډول غږ غلی وساتل شي. د اردن اسلامي غورځنګ مشر بدیع الجزیرې ته ویلي، په ځینو عربي هېوادونو کې د مظاهرو نشتون مسئولیت د هماغو حکومتونو دی د ده په نظر، دا چوپتیا د یوې طرحې برخه ده، چې موخه د فلسطین مسئله پرته له شور او مخالفت پای ومومي. دغه اردني ويلي، یا عربي حکومتونه د جګړې امتیاز اخلي یا یې پر وړاندې بې پروا دي. کارپوهان د اسرائیلو پر وړاندې لاریونونه او رسنیز پوښښ اړتیا بولي، څو غزه کې روان وحشت له پامه ونه غورځول شي، دوی ټینګارکوي،چې د اسرائیلو له لوري هلته د شویو جنایتونو افشا کول لازمي دي او د لاریونو درول د غزې خلکو له غوښتنو د تېرېدو په مانا ده.



