د ایټالیا لومړۍ وزیره جورجیا ملوني ویلي چې هېواد يې له اسرائیل سره خپل دفاعي تړون ځنډوي. ملوني ویلي، چې دا پرېکړه «د روان وضعیت په پام کې نیولو سره» شوې ده. دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د ایران اړوند جګړې له دوام سره په نړۍ کې اعتراضونه زیات شوي او پر د اسرائیلو پر متحدانو فشارونه هم ډېر شوي دي، څو خپلې اړیکې له سره وڅېړي. د الجزیرې د راپور له مخې، دا پرېکړه کولی شي د منځني ختیځ د وروستیو تحولاتو په اړه د ایټالیا د دریځ د بدلون نښه وي. دغه دفاعي تړون د نظامي همکاریو، روزنې او ټکنالوژۍ د تبادلې برخې لري او د دې ځنډ اعلان په داسې وخت کې شوی، چې په سیمه کې د جګړې د پراخېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.



