د پکتیا ځایي سرچینو خبر ورکړی، چې څو ورځې وړاندې وسلهوالو کسانو چې ځانونه طالبان معرفي کړي وو، ماښام مهال یو ماشوم د هغه له موټرسایکل سره یوځای وتښتاوه. د سرچینو پر وينا دا پېښه څلور ورځې وړاندې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په کلالګو بازار کې د تېلو د یوه پمپ مخې ته رامنځته شوې وه. خو اوس درې ورځې وروسته د تښتول شوي ماشوم مړی موندل شوي، چې پر بدن یې د شکنجې او په وحشیانه ډول د وژلو نښې لیدل شوې دي. سرچینې زیاتوي، د دغه ماشوم پلار یو هټیوال دی او له چا سره شخصي دښمني نه لري. د یادونې وړ ده، چې په وروستیو اوونیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د انسان تښتونې او غلا پېښې بېسارې زیاتې شوې دي.



