چهارشنبه, اپریل 29, 2026
چهارشنبه, اپریل 29, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغان متشبث د مصنوعي ځیرکتیا په ډګر کې نړیواله کچه کمپنۍ پرانیزي

افغان متشبث او د “دررک” اپلیکېشن بنسټ اېښودونکي، اغاملوک سهار اعلان وکړ چې ډېر ژر به د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د SaharAI په نوم خپله نوې نړيواله کمپنۍ په رسمي ډول فعاله کړي. دغه سټارټ‌اپ په امریکا (ټکساس) کې د یوې LLC کمپنۍ په توګه راجسټر شوې او په ځانګړي ډول به د “Generative AI” یا تولیدي مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې خدمات وړاندې کوي. سهار ویلي چې د دغې کمپنۍ پر سیسټمونو له یو کال راهیسې کار روان وو او د روان ۲۰۲۶ کال په جون یا جولای میاشت کې به یې خدمات د اپلیکېشن او ویب‌ سایټ له لارې په رسمي ډول پرانیستل شي. په افغانستان کې د ترانسپورټي خدماتو مشهوره کمپنۍ “دررک” اته کلنه شوه. سهار وايي چې سږ کال به د دغې کمپنۍ اپلیکېشنونه او سرورونه د نویو اسانتیاوو په موخه دوه ځله اپډېټ شي. دی وايي، مکزوپات ایمیګریشن (MexoPath) دغه کمپنۍ چې په مکسیکو او هسپانیا کې د مهاجرت خدمات وړاندې کوي، اوس یې له “ډیلوې” ټیم سره همکاري پیل کړې ترڅو شرکتونو او سټارټ‌ اپونو ته قانوني او مالي مشورې ورکړي. اغاملوک سهار یو له هغو افغان ځوانانو دی چې په سختو شرایطو کې یې د افغانستان د ټیکنالوژۍ په برخه کې د “دررک” په څېر پروژو سره لوی بدلون راوست. د مصنوعي ځیرکتیا په نړۍوال ډګر کې د هغه د نوي ګام (SaharAI) پورته کول ښيي چې افغان استعدادونه اوس د نړۍ له عصري ټیکنالوژۍ سره مله دي.

- Advertisment -spot_img