د غزني د بدني روزني او ورزش مسئولینو خبر وکړی، چې په دغه ولایت کې د شپږو لوبډلو ۳۰ لوبغاړو ترمنځ د غشي ويشتلو سیالۍ ترسره شوې. غزني کې د طالبانو د بدني روزني او ورزش امر بلال مجاهد ویلي، چې په غيشي او ليندۍ سره د نښې ويشتنې یادې سیالۍ د غزني د مرکز اړوند نواباد سیمه کې وشوې. مجاهد زیاته کړې، په یادو یو ورځنیو سیالیو کې د غزني د مرکز له بېلابېلو سیمو د شپږو لوبډلو ۳۰ لوغاړو برخه اخیستې وه، چې په پایله کې یې د البدر لوبډلې د ۶۹ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی او د المهدي لوبډلې د ۵۳ امتیازونو په ترلاسه کولو سره دویم مقامونه خپل کړل. د نوموړي په خبره؛ دغه سیالۍ د ورزشکارانو د هڅونې او د غشي ويشتلو دودیزو او محلي لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې. مجاهد لوبغاړو ته ډاډ ورکړی، چې په راتلونکي کې به د دغو لوبو ودې ته ځانګړې پاملرنه کوي.



