پنجشنبه, جنوري 15, 2026
پنجشنبه, جنوري 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د بریتانیا او فرانسې د نوي تړون له مخې د پناه‌ غوښتونکو لومړۍ ډله نیول شوې

د لومړي ځل لپاره، یو شمېر پناه‌ غوښتونکي، چې د مانش له کاناله د تېرېدو په حال کې وو، د بریتانیا او فرانسې د نوي توافق «یو تن په بدل کې د یو تن» له مخې نیول شوي دي. انځورونه ښيي، چې د دې آزمایشي پلان د عملي کېدو په لومړۍ ورځ، یو شمېر پناه‌ غوښتونکي، چې د ژغورنې واسکټونه یې پر تن وو، د سرحدي ځواکونو له کښتیو څخه د دوور بندر ته ښکته شول. د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي،نیول شوي کسان به تر هغو د مهاجرو د ایستلو په مرکزونو کې ساتل کېږي، ترڅو بېرته فرانسې ته واستول شي. ایوت کوپر، د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې، د نیول شوو کسانو د شمېر په اړه څه نه‌دي ویلي، خو ټینګار یې کړی، چې که د مهاجرو د بېرته لېږلو پر وړاندې حقوقي خنډونه وي، بریتانیا چمتو ده مقاومت وکړي. هغې زیاته کړې: «اوس مهال دا کسان د ایستلو مرکزونو ته انتقالېږي، نو ځکه موږ د عملیاتو په اړه ډېر جزئیات نه ورکوو، څو د انسان‌قاچاق شبکې ترې ناوړه ګټه وانخلي.

- Advertisment -spot_img