پنجشنبه, جون 25, 2026
پنجشنبه, جون 25, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایران: واشنګټن د ژمنو په عملي کولو کې ناکام پاتې شوي

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند اسماعيل بقائي د ايران او امريکا ترمنځ د تفاهمونو او وروستيو څرګندونو په اړه ويلي چې واشنګټن هېڅکله له تهران سره په خپلو تعاملاتو کې صداقت نه دی ښودلی. بقائي پر «ايکس» ليکلي چې امريکا هېڅکله له ايران سره رښتينولي نه ده ښودلې. هغه ويلي چې ايران، سره له دې چې پر امريکا بې‌باوري لري، بيا هم د ښه نيت له مخې ډيپلوماټيکو خبرو ته داخل شو او د تپل شوې جګړې د پای ته رسولو په اړه يې يو تفاهم‌ليک لاسليک کړ. هغه زياته کړې چې ايران د تېرو تجربو له مخې د حالاتو په اړه له احتياط کار اخلي او خپل دريځ د لسيزو تجربو پر بنسټ ټاکي. بقائي همدارنګه امريکا د موافقې په اړه پر متضادو څرګندونو تورنه کړې او ويلي يې دي چې دا ډول څرګندونې نه د بې‌باورۍ فضا کموي او نه د ژمنو د ماتېدو پخوانۍ تجربې له ذهنه وباسي.

- Advertisment -spot_img