د کاناډا حکومت خبر ورکړی، چې د لومړي ځل لپاره یې د ۲۱ زره پونډ په ارزښت غزې ته د هوا له لارې شاوخوا ۱۰ ټنه بشري مرسته رسولې. د راپورونو پر اساس، د کاناډا په دغو مرستو کې دال، غوړي، وچې شیدې او ځینې نور خوراکي توکي شامل دي. د کاناډا حکومت ویلي چې «دا استثنايي اقدام له خپلو نړیوالو شریکانو سره په ګډه کوي، ځکه چې غزه کې بشري مرستو ته لاسرسی خورا محدود دی او بشري اړتیاوې بېساري کچې ته رسېدلي دي.» دا داسې مهال دی، چې رویټرز اژانس د غزې روغتیايي چارواکو په خبره ویلي، ۵ نورو فلسطینیانو هم د لوږې له امله ساه ورکړې ده. له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف ویلي وو، د ۲۰۲۴ م کال له پیل څخه د روان کال د مې تر پایه، غزه کې څه باندې ۱۶ زره ماشومان خوارځواکۍ سره مخ شوي دي. همدارنګه ویل شوي، چې د غزې شاوخوا ۲،۳ میلیونه نفوس اوس په بشپړه توګه د بهرنۍ مرستې پورې تړلی دی. د یادونې ده، چې اسرائیل د روان کال د مارچ له دویمې نېټې راهیسې غزه په بشپړه توګه کلابنده کړې او د بشري مرستو رسولو مخه یې نیولې ده.



