د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د اوکراین جګړه کې د پاکستاني اتباعو د ښکېلتیا په اړه ادعاوې رد او بېبنسټه بللي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت نن سهشنبه یوه بیان کې ویلي، «د اوکراین چارواکو تر اوسه له پاکستان سره په رسمي ډول اړیکه نهده نیولې او نه هم د دې ډول ادعاوو د ثابتولو لپاره کوم تائید شوي شواهد وړاندې شوي دي.» بیان کې ویل شوي، چې د پاکستان حکومت به دغه موضوع د اوکراین له چارواکو سره مطرح کړي او په دې اړه به وضاحت وغواړي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو سره سم، د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې د اوکراین د شخړې د سولهییز حل لپاره خپله ژمنه بیا تائیدوي. د یادونې ده، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي د دوشنبې په ورځ ادعا وکړه، چې د پاکستان، چین، تاجيکستان، ازبيکستان او افریقایي هېوادونو جنګیالي له روسیې سره یو ځای د دغه هېواد پر وړاندې جګړه کې برخه لري.



