د افغانستان د فوټبال فدراسیون ويلي، د فراه ابومسلم فوټبال لوبډله د بوتان له «پارو اېفسي» لوبډلې سره د سیالۍ په موخه دغه هېواد ته ولاړه. د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، ټاکل شوې، چې د فراه د ابومسلم فوټبال لوبډله د ۲۰۲۵ م کال د اګسټ په ۱۲مه د اسیا د چلېنج لیګ په پلېاف پړاو کې د بوتان له «پارو اېفسي» فوټبال لوبډلې سره ولوبېږي. په اعلامیه کې راغلي: «د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشرتابه پلاوی د فراه د ابومسلم له کلپه د هر اړخیز ملاتړ ترڅنګ د پارو اېفسي پر وړاندې د دې لوبډلې د بریا هیله لري.» د یادونې ده، چې د فراه ابومسلم فوټبال لوبډلې د افغانستان د اتلولۍ جام څلورم پړاو اتلولي ګټلې ده. د افغانستان د اتلولۍ جام څلورم پړاو د تېر کال په مرغومي میاشت کې د هرات په کوربهتوب او د هېواد د ۱۲ ولایتونو د لوبډلو په ګډون ترسره شو، چې په پای کې د فراه ابومسلم فوټبال لوبډلې د دې پړاو د سیالیو اتلولي خپله کړه.



