د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کمعمره ملي لوبډله د اسیا د اتلولۍ (کافا) سیالیو په لړ کې نن له ازبيکستان سره خپله درېیمه لوبه ترسره کوي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي، چې د هېواد د فوټبال له ۱۷ کلنو کمعمره ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال اسیا اتلولۍ سیالیو په لړ کې نن له ازبيکستان سره لوبه ترسره کوي. دغه لوبه د افغانستان پر وخت د مازدیګر په ۴:۳۰ بجې په ازبيکستان کې ترسره کېږي. کافا سیالۍ د افغانستان، قرغیزستان، ازبيکستان، تاجيکستان او ترکمنستان لوبډلو ترمنځ په ازبيکستان کې روانې دي. د یادونې ده، افغانستان په دغو سیالیو کې له دې مخکې دوه لوبې ترسره کړې، چې لومړۍ لوبه یې قرغیزستان ته بایللې او دویمه لوبه یې له ترکمنستان سره مساوي کړې ده.



