دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغانستان کې د اقلیمي بدلون اغېزې کلیوالي سیمو کې ډېرې دي

سي اېن اېن امریکايي ټلوېزیون ته د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې ویلي، اقلیمي بدلون افغانان اغېزمن کړي او تر ټولو ډېر یې بیا هغه خلک دي، چې په کلیوالي سیمو کې مېشت دي.  د ملګرو ملتونو سازمان اړوند د خوړو نړېوال پروګرام ویلي، افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو کچه لوړه شوې او د دې لپاره ۵۳۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده. دغه بنسټ ویلي، تقریباً ۱۰ میلیونه خلک، چې د افغانستان یوه ربع وګړي جوړوي د خوراکي توکو په برخه کې ملاتړ ته اړتیا لري. سرچینې افغانستان کې د یاد بنسټ د اړیکو مسئول له قوله لیکلي، د خوراکي توکو کمښت یو لامل له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو زیات شمېر راستنېدل دي. راپور کې د یاد سازمان له قوله راغلي، اقلیمي بدلون افغانانو ته زیان رسوي په ځانګړې توګه هغه کسان، چې په کلیوالي سیمو کې ژوند کوي. یاد امریکايي ټلوېزیون د افغانستان چاپېریال ساتنې ملي ادارې ريیس مولوي مطیع الحق خالص په حواله لیکلي، وچکالي د اوبو کمښت او سېلابونه د افغانانو په ژوند او اقتصاد ژور اغېز لري. له دې وړاندې کاپ ۲۹ مې غونډه کې افغان چارواکو په هېوادونو غږ کړی و، چې اقلیمي بدلون پولې نه پېژني او باید په ګډه یې د مخنیوي لپاره هڅې ترسره شي.

- Advertisment -spot_img