جمعه, نوومبر 14, 2025
جمعه, نوومبر 14, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پاکستان او ایران د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې ټینګار کړی

پاکستان او ایران یو شمېر تړونونه لاسلیک کړي، چې له مخې یې ژمنه کړې، چې دوه اړخیزه سوداګري به ۱۰ ملیارده ډالرو ته لوړوي او د سیمې د سولې او سوکالۍ لپاره به له ترهګرۍ سره د مبارزې په خاطر په اغېزناکه توګه له نژدې کار کوي. دا تړونونه، چې د انرژۍ او سوداګرۍ په ګډون د بېلابېلو سکټورونو اړوند دي، د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د دوه ورځني سفر پر مهال له پاکستان سره لاسلیک شول. د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي: “موږ د سوداګرۍ لپاره د ۱۰ ميلیارده ډالرو هدف ټاکلی او موږ هیله لرو چې ژر تر ژره یې ترلاسه کړو.” هغه د ملګرو ملتونو له منشور سره سم د سوله ييز اټومي پروګرام د تعقیب لپاره د ایران د حق په خاطر د پاکستان ملاتړ بیا تکرار کړ. شریف زیاته کړې، چې دواړه هېوادونه به د ترهګرۍ له منځه وړلو او په سیمه کې د ودې او سوکالۍ لپاره لاره هواره کړي. د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان دا هم ویلي، چې د سوداګرۍ ۱۰ ميلیارد ډالرو کچې ته رسېدل د لاسرسي وړ دي او دا اوسنۍ سوداګرۍ د کچې درې برابره کېدلو په مانا ده. د ایران او پاکستان اړیکې تل باثباته نه وې او ډېری وختونه په سرحدي سیمو کې د وسله والو فعالیتونو له امله ترینګلې شوې دي. د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ میاشت کې، تاوتریخوالی هغه وخت اوج ته ورسېد، چې دواړو هېوادونو د توغندیو بریدونه تبادله کړل. له دغو مخالفتونو سره سره، دواړو خواوو ډیپلوماتیکې لارې پرانیستې ساتلې دي. په مې میاشت کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر له هند سره د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي پر مهال پاکستان ته سفر وکړ. همدارنګه د ایران او اسرائیل د جګړې پر مهال، پاکستان له ایرانه د ځان د دفاع د حق ملاتړ وکړ او د ایران پر اټومي تاسیساتو یې د امریکا بریدونه وغندل.

- Advertisment -spot_img