د امریکا مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام ویلي، چې د ایران پر بندرونو لګول شوی بندیز «په بې پرې ډول د ټولو هغو کښتیو پر وړاندې عملي کېږي، چې د ایران ساحلي سیمو یا بندرونو ته داخلېږي یا ترې وځي.» په بیان کې ویل شوي، چې د امریکا د سمندري ځواکونو لارښود توغندیز ویجاړوونکې بېړۍ (guided-missile destroyers) هم د دې بندیز د پلي کولو لپاره کارول کېږي. سنټکام زیاته کړې، چې یوه عادي ویجاړوونکې بېړۍ له ۳۰۰ څخه زیات سمندري سرتېري لري، چې د بریدونو او دفاعي سمندري عملیاتو په ترسره کولو کې لوړ مهارت لري.



