یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایران: له امریکا سره خبرو ته تلوار نه يوو

د ایران بهرنیو وزیر مرستیال سعید خطیب‌زاده ويلي چې له امریکا سره د هر ډول غیر مستقیم تعامل او خبرو ته بېړه نه ‌لري. د ایسنا خبري اژانس د خطیب‌زاده له قوله راپور ورکړی، ایران باید ډاډ ترلاسه کړي، چې له امریکا سره د خبرو پیل او یوې پایلې ته د رسېدو لپاره کافي تضمینونه شتون ولري. هغه ویلي: «اسرائیل یو لوری نه‌دی، چې موږ هغوی د یوه شریک په توګه نظر کې ونیسو، ځکه موږ اسرائیل د یوه هېواد په توګه په رسمیت نه‌پېژنو.» هغه همدا راز زیاته کړې: «احتمالاً موږ د دوو هېوادونو ترمنځ د خصومت مدیریت ته اړتیا لرو، چې ښايي د دې ډول مذاکراتو له لارې رامنځته شي، خو د هېڅ څیز لپاره بېړه نه‌لرو، خو دا چې ډاډه شو، امریکا له تېر بدله شوې وي.» خطیب‌زاده خبرداری ورکړی، چې امریکا په سخت‌دریزۍ نه ‌شي کولای چې د نورو هېوادونو ارضي تمامیت او خپلواکۍ باندې تېری وکړي.

- Advertisment -spot_img