دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اردوغان: ډېر ژر به اقصی کې د فتحې لمونځ ادا کړو

د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” د یوې وینا پر مهال ویلي، چې ډېر ژر به د اقصی په حریم کې د فتحې لمونځ ترسره کړي. نوموړي زیاته کړې: “هغه کوڅې چې زموږ د نشتوالي له امله خپه شوې او موږ هم د هغوی پر فراق خپه یو، ډېر ژر به ورسره یوځای شو.” په ورته وخت کې د اسرائیلو د استخباراتو پخواني افسر “هرتسوګ موسی” د ولسمشر اردوغان څرګندونې تائید کړې دي. موسی ویلي: “اردوغان رښتیا وایي، ځکه که په سوریه کې د هغه ملېشې یوازې پنځه کاله په ارامه توګه واکمني وکړي، د اسرائیل په نامه جغرافیه به په نړۍ کې نه شي پاتې. د ویلو ده، چې کارپوهان د ولسمشر اردوغان دا څرګندونې په سیمه کې د ترکیې د نفوذ د پراخېدو لپاره یوه تبلیغاتي هڅه ګڼلې ده.

- Advertisment -spot_img