یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

عراقچي: امریکا دې له خبرو وړاندې د تېرې جګړې غرامت ورکړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي فایننشل ټایمز سره مرکه ویلي، تر هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران یورانیمو بشپړ غني کېدو پر مخنیوي ټینګار کوي، هوکړه ناشونې ده. عراقچي پر ایران خاوره تېرې ۱۲ ورځنۍ جګړې ته په اشارې ویلي، امریکا دې له خبرو اترو بیا پیل وړاندې ایران ته اوښتی زیان جبران کړي. نوموړي ویلي، امریکا لومړی په دې اړه چې د خبرو پر مهال ولې بریدو وشو وضاحت ورکړي او د خبرو بیا پیل په اړه دې ضمانت ورکړي. ایراني چارواکو ویلي، د ایران یورانیمو غني کول سوله ییز دي او ټینګار یې کړی، چې د خپل مذهبي مشر هغه امر ته ژمن دي، چې له مخې یې د ایران حکومت اټومي وسله نه جوړوي. هغه وايي، حکومت یې اوس هم د یورانیمو غني کولو وړتیا لري. ایراني چارواکي وروسته له هغې دا څرګندونې کړي، چې ټرمپ د پنجشنبې په ماښام د ایران حکومت د اټومي تاسیساتو د پیاوړتیا برخه کې په بیا هڅه تورن کړ.

- Advertisment -spot_img