جمعه, نوومبر 14, 2025
جمعه, نوومبر 14, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سوپکو : درې پروګرامونه یې لا هم په افغانستان کې فعال دي

په داسې حال کې چې له افغانستان سره د امریکا ټولې بهرنۍ مرستې بندې شوي، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش اداره (سیگار) وایي، درې پروګرامونه لا هم په دغه هېواد کې فعال دي. د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش اداره (سیگار) وایي، په داسې حال کې چې له دې هېواد سره د امریکا ټولې بهرني مرستې بندې شوي، خو درې پروګرامونه لا هم دوام لري. دې ادارې په خپل ۶۸م درې‌میاشتني راپور کې چې تازه خپور او د امریکا کانګرس ته وړاندې شوی، لیکلي چې په دې درې پروګرامونه کې، د ښځو لپاره د بورسونو صندوق، په افغانستان کې د زده‌کوونکو له تعلیمي بریا د ملاتړ او د ملګرو ملتونو د مخدرو موادو او جرمونو ادارې لخوا د کوکنارو د سروې پروګرامونه شامل دي. سیگار زیاتوي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوی ته خبر ورکړی، چې د دغو درې پروګرامونو تمویل یې پر غاړه اخیستی دی. د سیگار د معلوماتو له مخې، د ښځو لپاره د بورسونو صندوق به تر ۲۰۲۸ پورې دوام ومومي او د زده‌کوونکو له تعلیمي بریا د ملاتړ پروګرام به تر ۲۰۲۶ پورې روان وي. په داسې حال کې چې د سیګار په ټکو تاکل شوې وه چې دا پروګرامونه د جون تر ۳۰ پورې وتړل شي. سیگار زیاتوي چې دوی نه‌ دي توانېدلي د افغانستان لپاره د امریکا د نورو مرستندویو پروګرامونو د ختمېدو مشخص لاملونه ومومي. خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې ویلي وو، چې دغه مرستې او بېرواکراسي یې د امریکا له ګټو سره سمون نه خوري او په ډیری مواردو کې د دغه هیواد له ارزښتونو سره په ټکر کې دي. سیگار لیکلي، د بشرپاله مرستو دفتر (بي، ایچ، اې) دوی ته راپور ورکړی چې په مې میاشت کې طالبان دوه ځلې په کابل کې د یوې عملیاتي ادارې دفتر ته ننوتي او د دوو زغروالو موټرو او نورو حساسو امنیتي تجهیزاتو په شمول یې ټوله پاتې شتمني په زور ورنه وړې ده، چې په ټکو یې د دې تجهیزاتو ارزښت ۴۲ زره امریکايی ډالره اټکل شوی او ټاکل شوې وه چې یو بل نادولتي بنسټ ته ورکړل شي. دغه شان د راپور پر بنسټ، د دغو بنسټونو کارکوونکي هم د طالبانو له خوا لفظي او فزیکي ګواښونو سره مخ شوي دي.

- Advertisment -spot_img