د کاناډا لومړي وزیر، مارک کارني اعلان کړی، چې هېواد به یې د سپتمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني. کارني ویلي، د رسمیت پېژندنې پرېکړه یې د فلسطیني ادارې د اصلاحاتو پر بنسټ کړې او دا اداره ژمنه ده چې په ۲۰۲۶ کې به ټولټاکنې ترسره کړي، چې حماس په کې برخه نه لري. دا اعلان له هغې وروسته شوی چې تېره اوونۍ فرانسې او پرون چهارشنبه برتانیا هم اعلان وکړ، که تر سپتمبر د غزې جګړه پای ته ونه رسېږي، دوی به د فلسطین دولت په رسمیت ومني. د دغو درېیو هېوادونو د رسمیت پېژندنې پرېکړې مشروطې دي. یو شمېر پخوانیو امریکايي چارواکو د فرانسې، کاناډا او برتانیا دغو پرېکړو کولو ته په پام ویلي، چې دا سمبولیکه رسمیت پېژندنه به ښايي، د اسراییل او دغو هېوادونو ترمنځ اړیکې اغېزمنې کړي. دا په داسې حال کې ده چې غزه کې د جګړې له پیله تر ټولو سخته لوږه او بشري ناورین پیل شوی، چې هره ورځ لسګونه کسان چې ډېری یې ماشومان دي له لوږې مري. بل لورته حماس سره هم امریکا او اسراییلو د اوربند خبرې پرېښې دي.



