یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

۱۵ هېوادونو په ګډه د فلسطین د رسميت پېژندلو غوښتنه کړې

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوئل بارو ویلي، ۱۵ هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې. الجزیرې د بارو له قوله راپور ورکړی، یاده اعلامیه کې نورو هېوادونو ته هم بلنه ورکړل شوې، چې له دغه کاروان سره یوځای شي. سکای نیوز عربي څانګې هم راپور ورکړی، دغه اعلامیه د کاناډا او اسټرالیا په ګډون ۱۵ هېوادونو له لوري خپره شوې. څو ورځې وړاندې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون اعلان وکړ، چې د سپټمبر په ۲۱مه به د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د فلسطین دولت د رسمیت پېژندلو اعلان وکړي. دا څرګندونې په داسې حال کې شوې، چې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر کې د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ د کړکېچ حل لپاره درې ورځنی نړيوال کنفرانس روان دی. رسنیو ویلي، دغه کنفرانس کې د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ د کړکېچ حل لپاره د دوو دولتونو په رامنځته کولو ټینګار شوی.

- Advertisment -spot_img